د قرغې بند شاوخوا کې ۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې

21 دلو 1403 ساعت 9:14

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قرغې بند په شاوخوا سیمو کې۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.


د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قرغې بند په شاوخوا سیمو کې۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۴مې ناحيې مسوولينو د دې ناحیې اړوند د قرغې بند په شاوخوا کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام کړى، چې په پايله کې يې يو شمېر جوړ شوي غير قانوني تاسيسات ويجاړ کړي دي.

په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د ښاري خدمتونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې په تېرو کلونو کې يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو د قرغې بند شاوخوا ځمکه کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی و، چې تر پېژندنې وروسته یې د ویجاړولو په اړه اقدام شوی دی.

د دوی په خبره په دې لړ کې تر اوسه ۳۰ جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې او دا لړۍ دوام لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com