د طالبانو د ملي پراختیا شرکت ویاند وايي، د قوش تیپې کانال د دوهم پړاو کار ۸۷ سلنه بشپړ شوی دی.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو ډلې ویاند نبي الله ارغندیوال نن یکشنبه (د سلواغې ۲۱مه) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دولتي شرکتونو لپاره د دې ډلې عمومي رییس او د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو عمومي اجرایوي رییس د قوش تیپې ملي کانال پروژې له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي لیکلي چې د قوش ټیپي کانال د دوهم پړاو د کیندلو کار ۸۷سلنه او د کانال د سر دیوال جوړول ۷۵ سلنه بشپړ شوي دي. همدارنګه، د کانال په اوږدو کې د اوو پلونو د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.
جمهورخبري آژانس