ازبک پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی

20 دلو 1403 ساعت 15:57

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ چې د ازبکستان پانګووال په افغانستان کې د اوبو لګولو عصري سیستم برخه کې پانګوونې ته لیواله دي.


د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ چې د ازبکستان پانګووال په افغانستان کې د اوبو لګولو عصري سیستم برخه کې پانګوونې ته لیواله دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د سلواغې ۲۰ مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمر د ازبګستاني پانګوالو د محمدخطاموف او عبدالله اوسروویچ سره وکتل.

طالبانو ویلي چې د ازبکستان پانګوونکو په افغانستان کې د اوبو لګولو سکتورونو او د کمیاوي سرې سرې په پانګه اچولو کې خپلې علاقه راپورته کړې او له کرنې وزارت یې وغوښتل چې همکاري وکړي.

د سرچینې په وینا مولوي عطا الله عمر ته د کرنې د پانګونې د تمویل هرکلی وکړ او ویې ویل چې پدې سکټورونو کې لازمې همکارۍ چمتو کړي ترڅو د دوی د پانګونې پروسه اسانه کړي.

جمهورخبري آژانس
 
 
 
 


د مطلب کود: 180037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com