ذبیح الله مجاهد د د عباس ستانکزي د نیول کېدو حکم صادرېدل رد کړل

20 دلو 1403 ساعت 9:02

د طالبانو ویاند د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د نیونې په تړاو د حکم د صادرېدو په اړه اوازې رد کړې.


د طالبانو ویاند د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د نیونې په تړاو د حکم د صادرېدو په اړه اوازې رد کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ذبیح ‌الله مجاهد وايي، ښاغلی ستانکزی د خپلې کورنۍ د کتلو لپاره دوبۍ ته تللی دی.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په تړاو وروستي راپورونه تبلیغاتي کمپاین وباله.

ذبیح‌ الله مجاهد وايي: ستانکزی صیب وخت په وخت دوبۍ ته ځي هلته یې د کور یوه برخه وه، پخوا هم هلته اوسېده، اوس هم هلته دوبۍ ته ځي او بېرته خپل کار ته راځي.

بل خوا، ذبیح الله مجاهد له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې د وخت ستراتیژي بدله کړي او د تعامل لاره خپله کړي.

نوموړی د طالبانو پر چارواکو د لګول شوي بندیزونو پر لېرې کېدو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کوي.

جمهورخبري آژآنس

 


د مطلب کود: 180021

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180021/

جمهور
  https://www.jomhornews.com