یوناما او د بې پولې خبریالانو بنسټ د بیګم راډیو د کارکوونکو ازادېدل غواړي

20 دلو 1403 ساعت 8:58

یوناما په کابل کې د بېګم راډیو د بندېدو په غبرګون کې ویلي، د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د ازادو رسنیو موجودیت یوه اړتیا ده.


یوناما په کابل کې د بېګم راډیو د بندېدو په غبرګون کې ویلي، د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د ازادو رسنیو موجودیت یوه اړتیا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې ازادې رسنۍ د ټولنې د پرمختګ او ودې لپاره اړینې بللي دي. 

دغه اداره له طالبانو د هغو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي، چې په وینا یې د بیان د ازادۍ له حقه د استفادې له امله نیول شوي او ټینګار یې کړی چې ازادې رسنۍ د ټولنو د ودې او پرمختګ په برخه کې اساسي رول لوبوي.

یوناما ویلي: «یوناما په کابل ک د بیګم راډیو د دوو کارکوونکو پرنیول کېدو اندېښنه څرګندوي او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي. ازادې رسنۍ د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینې دي.»

بلخوا، د بې پولې خبریالانو سازمان هم د دې رسنۍ د فعالیت پردرولو نیوکه کړې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي: «د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د بیګم راډیو د کارکوونکو د ژر تر ژره خوشې کېدو او د دې رسنۍ پر فعالیت د لګېدلي بندیز د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه کوي. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه رسنۍ پر« ګڼو سرغړونو» تورنه کړې ده.»

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 180019

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180019/

جمهور
  https://www.jomhornews.com