طالبانو ته په انقره کې د افغانستان سفارت سپارل کېدل

20 دلو 1403 ساعت 8:55

د ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت فعالیت پای ته رسېدلی او په رسمي توګه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.


د ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت فعالیت پای ته رسېدلی او په رسمي توګه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.  

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان مخکینۍ استازولۍ د طالبانو پرځای د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې او د ویانا کنوانسیونونو له مخې، د کوربه هېواد تر واک لاندې ده.

 په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي: سفارت د طالبانو د استازي پرځای د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو او د ویانا کنوانسیونونو له مخې، د کوربه هېواد تر واک لاندې دی.  

خو د افغانستان د سفارت له دغه اعلان وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي چې د دغه وزارت ډیپلوماټان په انقره کې خپل کار ته دوام ورکوي او کونسلي او ډیپلوماټيکو خدمتونو ته به په روڼتیا او ژمنتیا سره دوام ورکړي.

په همدې مهال د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري وايي په انقره کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی دی.  

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180017

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180017/

جمهور
  https://www.jomhornews.com