ترکیه کې د ککړو شرابو څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي

20 دلو 1403 ساعت 8:50

د ترکیې په پلازمېنې انقره کې چارواکو ویلي، چې پرون د ککړو شرابو د څښلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.


د ترکیې په پلازمېنې انقره کې چارواکو ویلي، چې پرون د ککړو شرابو د څښلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د انقرې والي واصف شاهین ویلي، پولیسو ۱۰۲ ټنه ناپاکه الکول ضبط کړي او ۱۳ کسان یې د دې الکولو د پلورلو په شک نیولي دي.

که څه هم والي د دې پېښو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو د هغه د دفتر په اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د جعلي الکولو له کبله د خلکو د مړینې کچه زیاته شوې ده.

تېره میاشت، په استانبول کې د ککړو الکولو څښلو وروسته د څلورو ورځو په ترڅ کې ۳۸ تنه مړه شوي وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 180016

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180016/

جمهور
  https://www.jomhornews.com