د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مېملې بڼ کې د نرګس ګل کلنۍ دودیزه مشاعره وشوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو سیمو شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالو او د ادب مینه والو برخه اخېستې وه.
د مسوولینو په وینا، د دغې دودیزې مشاعرې په ترڅ کې د دوو کورنیو ترمنځ یوه پنځوس کلنه دښمني هم ختمه شوه.
جمهورخبري آژانس