په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال انډریکا وايي، ملګري ملتونه به د قطر راتلونکې بهیر کاري ډلې په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو، له نشهيي توکو سره پر مبارزې او د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راټوټه هلمند او کندهار ته د سفر پرمهال رسنیو ته ویلي په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې یې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمول او د کډوالۍ کړکېچ مدیریت یې د کاري لومړیتوبونو له ډلې دي.
هغه و ویل«د دوحې راتلونکې پروسه کې به دوه کاري ډلي رامنځته شي، چې د سرپرست حکومت غړي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه به پهکې حضور ولري، چې په افغانستان کې د نشهیې توکو پر مخنیوي، د کروندګرو پر ملاتړ، بديل کښت او د روږدو درملنې او خصوصي سکتور پر پياوړتیا به بحث کوي.»
نوموړی زیاتوي، چې د ګڼو ننګونو ترڅنګ به په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې په سوېلي حوزه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو، کډوالۍ کړکېچ مدیریت، بدیلو کښتونو او ځینو نورو برخو کې کار وکړي.
انډریکا راټوټه وايي:«زما مهم پېغام دا دی، موږ دلته يو چې د افغانانو لپاره کار وکړو، د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړو، چې موږ ته لا ښه کاري چاپېريال چمتو کړي او کله چې د بنديزونو له امله زموږ فعالیتونه اغېزمن کېږي باید د بحث دروازه پرانیستې وي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغهراز په افغانستان کې د مېرمنو زدهکړو او کار حقونو د ملاتړ ترڅنګ د اسلامي بانکوالۍ او د کوچنيو تشبثاتو پر پراختيا هم ټینګار کوي.
جمهورخبري آژانس