د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې سرپرست حکومت د جګړې د څپرکي له تړل کېدو سره هوډ لري، چې له امریکا سره نوې اړیکې پيل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلخي له سيبياېس نیوز سره په مرکه کې همدارنګه زیاته کړې، چې له امریکا پاتې شوي پوځي تجهیزات د افغانستان په دولت پورې تړاو لري او د دغه هېواد په واک کې به وي.
د هغه په وینا دا شتمنۍ د افغان حکومت پورې اړوندې دي او همدارنګه د افغان حکومت په واک کې به وي. هېوادونه پر خپلو ملي شتمنيو معامله نهکوي؛ بلکې د خبرو اترو او تعامل له لارې د ګډو ګټو لپاره زمینې پلټي. موږ غواړو د جګړې څپرکی وتړو او يو نوی فصل پرانيزو.
تر دې مخکې، ډانلډ ټرمپ د بایډن پر دولت له نیوکې سره ویلي و، چې په افغانستان کې یې د امریکا مېلیاردونه ډالره پوځي تجهیزات پرېښي او د بېرته ستنېدو غوښتنه یې کړې وه.
که څه هم طالبانو له امریکا سره د اړیکو د نوي فصل پیلولو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو د افغانستان په اړه د ټرمپ د دولت تګلار لا تر اوسه ناڅرګنده ده.
جمهورخبري آژانس