په انقره کې د افغانستان په سفارت کې ځینو افغان ډیپلوماتانو وویل چې د افغانستان سفارت به په رسمي ډول د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، په انقره کې د افغانستان په سفارت کې ځینو افغان ډیپلوماتانو د چهارشنبې په شپه (د سلواغې ۱۷مه) وویل چې د افغانستان سفارت به نن له غرمې وروسته په رسمي ډول د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
په سفارت کې افغان ډیپلوماتانو د طالبانو ډلې استازو ته د سفارت له سپارلو ډډه وکړه.
سرچینو وویل چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبروري په دریمه نیټه سفارت ته یو لیک واستاوه چې د هغې د تړلو غوښتنه یې وکړه.
جمهورخبري آژانس