اوچا:روان کال به افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره نقدي مرسته وشي

18 دلو 1403 ساعت 9:20

د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وشي.


د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې روان ۲۰۲۵ کال به په افغانستان کې له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې په سلو کې ۸۹ کورنۍ غوره ګڼي چې نقدي مرسته ترلاسه کړي.

بل لور ته د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) پرون ویلي، چې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتنې او روزنې بستې به وروسپاري.

د دې مرستو ژمنې په داسې وخت کې شوې دي چې یو شمیر مرستندویو بنسټونو اندیښنې څرګندې کړې دي چې د امریکا د بهرنیو مرستو له ځنډیو سره به په افغانستان کې د ژمي په ترڅ کې د میلیونو کسانو بد بشري وضعیت لاپسې خراب شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179987

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179987/

جمهور
  https://www.jomhornews.com