پکتیا کې لېوه د یوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي

18 دلو 1403 ساعت 9:16

د پکتيا امنیتي مسوولین وايي، نن سهار مهال د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د ښځو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي او ټپيان کړي دي.


د پکتيا امنیتي مسوولین وايي، نن سهار مهال د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د ښځو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي او ټپيان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پکتیا د امنیې قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وايي، چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي چې د دوه کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی. داړونکی لېوه د دغې کورنۍ له لوري وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179985

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179985/

جمهور
  https://www.jomhornews.com