د پکتيا امنیتي مسوولین وايي، نن سهار مهال د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د ښځو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي او ټپيان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیا د امنیې قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وايي، چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي چې د دوه کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی. داړونکی لېوه د دغې کورنۍ له لوري وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس