۰

سږ کال کونړ کې ۹۰۰زره نیالګي کېنول کېږي

پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د (زرغون کونړ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.
سږ کال کونړ کې ۹۰۰زره نیالګي کېنول کېږي
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د (زرغون کونړ) تر سرلیک لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.

د جمهور آژآنس د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سلیمان ایمن وویل، چې د دې ولایت په دولتي او خصوصي قوریو کې سلګونه زره بوټي روزل شوي، چې د دغه ولایت په کچه به سږ کال ۹۰۰ زره نیالګي کېنول شي.

نوموړي وویل، چې د دې کمپاین په لړ کې به نږدې یو میلیون میوه لرونکي، غیر میوه لرونکي او زینتي بوټي کېنول کېږي.

ځايي مسوولینو له سیمه ییزو خلکو غوښتنه وکړه چې د نیالګي کېنولو په دې کمپاین کې برخه واخلي او خپل ملي مسوولیت ادا کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي