۰
پیو سمېټ:

پر افغانستان به د مرستو بندېدل روغتیایي برخه زیانمنه کړي

پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۹
د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمه‌ ییز رییس پیو سمېټ د امریکا د مرستو د پرې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به د مرستو بندېدل ناوړه پایلې ولري.
پر افغانستان به د مرستو بندېدل روغتیایي برخه زیانمنه کړي
د اسیا او ارام سمندر لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمه‌ ییز رییس پیو سمېټ د امریکا د مرستو د پرې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به د مرستو بندېدل ناوړه پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې دا به په افغانستان کې له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۸ کلونو پورې د میندو د مړینې ۱۲۰۰ اضافي پېښو او د ۱۰۹ زرو ناغوښتو امیندواریو لامل شي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی، چې د بهرنیو مرستو ۹۰ ورځنی ځنډ د دغه هېواد د پروګرامونو د کره ارزونې لپاره شوی دی.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چې بهرنۍ مرستې به له دې کتنې وروسته هم دوام ولري، خو یوازې هغه مرستې چې منطقي، موثرې او د امریکا له ملي ګټو سره سمون ولري.

نوموړي وویل چې ځينو ادارو په ځانګړې توګه د امريکا نړۍوالې پراختيايي ادارې (USAID) د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.  خو د اقتصاد وزارت وايي، باید بشري مرستې له سیاسي مسایلو بیلې وساتل شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي