د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې روان کال د دغه وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ۳۵ زره کسانو حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د چارواکو په خبره په یاده موده کې یواځې په پلازمېنه کابل کې تر ۵ زرو کسان، چې په نشه يي توکو روږدي وو تر درملنې وروسته د دغه وزارت په ښوونیزو مرکزونو کې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت چارواکي وایي په ټول توان سره په هېواد کې د بې کارۍ کچې کمولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې پرون په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښوونیز مرکز څخه د یونسکو جاپان موسسې په مالي ملاتړ ۱۵۵ ځوانان چې د ودانۍ برېښنا، یخچال او ایرکنډېشن، برېښنايي وسایطو د ترمیم او خیاطۍ څانګو په برخه کې یې ۶ میاشتې حرفوي زده کړې ترلاسه کړې وي، فارغ او د تصدیق پاڼو ترڅنګ ورته د کار ځینې وسایل هم ووېشل شول.
جمهورخبري آژانس