۰

یو این ایچ سي ار: په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۳
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي ار) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.
یو این ایچ سي ار: په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي ار) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناوړي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د جمهور اژانس د خبر له مخې په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د ۱۴.۸ میلیونو پناوړیو ماشومانو نیمايي چې ښوونځي ته د تګ وړ دي، د بېوزلۍ، نښتو او اسانتیاوو د نشتوالي له کبله د زده‌کړو له دوامه پاتې دي.

په راپور کې ټينګار شوی چې له زده‌کړو محرومیت د دغو ماشومانو راتلونکی ګواښي او په وینا یې، دا هغوی او ټولنو ته یې ناوړې پایلې لرلی شي.

یاد بنسټ له هېوادونو غوښتي چې د پناوړیو ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې یې زده‌کړو ته لاسرسی ډاډمن کړي.

یاد سازمان پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې دغو ماشومانو ته مالي او تخنیکي مرستې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي