راشد خان د نړۍ د ۲۰ اوریزه لوبو لومړی درجه بالر شو

17 دلو 1403 ساعت 8:47

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او نړیوال ستوری د کرکټ په ۲۰ اوریزه لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی شو.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او نړیوال ستوری د کرکټ په ۲۰ اوریزه لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راشد خان د سویلي افریقا په تجاري لیګ کې د یو بل لوبغاړي په سوځېدو سره ۶۳۲ لوبغاړی هم وسوځوا او په دې سره په ۲۰ اوریزه لوبو کې د نړۍ په کچه لومړنۍ بالر یا توپ اچوونکی شو، چې د ویسټ انډیزي لوبغاړي ډي جې براوو ریکارډ یې مات کړ.

تر دې وړاندې دا مقاوم د ډي جې براوو سره و چې په ۲۰ اوریزه لوبو کې یې ۶۳۱ لوبغاړي سوځولي وو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com