۰

راشد خان د نړۍ د ۲۰ اوریزه لوبو لومړی درجه بالر شو

چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۷
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او نړیوال ستوری د کرکټ په ۲۰ اوریزه لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی شو.
راشد خان د نړۍ د ۲۰ اوریزه لوبو لومړی درجه بالر شو
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او نړیوال ستوری د کرکټ په ۲۰ اوریزه لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راشد خان د سویلي افریقا په تجاري لیګ کې د یو بل لوبغاړي په سوځېدو سره ۶۳۲ لوبغاړی هم وسوځوا او په دې سره په ۲۰ اوریزه لوبو کې د نړۍ په کچه لومړنۍ بالر یا توپ اچوونکی شو، چې د ویسټ انډیزي لوبغاړي ډي جې براوو ریکارډ یې مات کړ.

تر دې وړاندې دا مقاوم د ډي جې براوو سره و چې په ۲۰ اوریزه لوبو کې یې ۶۳۱ لوبغاړي سوځولي وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي