د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند، په کابل کې، د یوناما دفتر په انګړ کې د ډزو په تړاو ویلي چې په دې هکله پلټنې روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټېفن دوجاریک همدارنګه ټینګار کړی چې په هغې پېښه کې د یوناما د ساتونکو له خوا ډزې نهدي شوې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک وايي:«معمولاً، کله چې پر موږ ډزې کېږي، د برید کوونکو پر انګېزې پوهېدل سخت وي؛ خو زه دا تاییدولای شم چې ډزې په کابل کې د ملګرو ملتونو د څارنې پر پوستې، چې زموږ د کمپ د عملیاتو مرکز دی، شوي دي. د ملګرو ملتونو د ساتونکو له لوري هېڅ ډزې نهدي شوي، له همدې امله اوس کمپ ته لاسرسی او تګ راتګ شونی دی. موږ د دې پېښې د څېړلو په حال کې یو څو نور جزییات ترلاسه کړو.»
یوناما دفتر چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د سیاسي فعالیتونو د همغږۍ لپاره رامنځته شو، د بشري مرستو، پراختیايي پروژو او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د همکارۍ په برخه کې هم فعالیت کوي.
جمهورخبري آژانس