اقتصاد وزارت د واخان په هکله د واشنګټن پست راپور رد کړ

16 دلو 1403 ساعت 8:51

د طالبانو د اقتصاد وزارت د واخان دهلېز پروژې پر وړاندې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړ.


د طالبانو د اقتصاد وزارت د واخان دهلېز پروژې پر وړاندې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په هکله د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور رد کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي چې، افغانستان، چین او د سیمې هېوادونه د دغې پروژې د پرمختګ لپاره سیاسي او اقتصادي هوډ لري او د دغې پروژې پر وړاندې هېڅ امنیتي ننګونه نشته. 

نظري زیاته کړې«د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د افغانستان د انزوا، د امنیتي ګواښونو د شتون په تړاو د واشنګټن پوسټ وروستۍ راپور په کلکه ردوي، د واخان دهلیز کولای شي چې، افغانستان د سوداګرۍ په قطب او د ټرانزیټ او د سیمې د نښلون په مرکز بدل کړي. د پروژې د اکمال لپاره په افغانستان، چین او د سیمې په هېوادونو کې سیاسي او اقتصادي اراده شته ده.»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې لیکلي چې، طالبان هڅه کوي، د واخان دهلېز د یوه نړۍوال سوداګریز مرکز په توګه جوړ کړي او افغانستان له چین سره ونښلوي.

په راپور کې د واخان دهلیز د جوړونې بېلابېلو اړخونو ته کتنه شوې؛ خو دا پروژه د بودیجې د کمښت، امنیتي اندېښنو او سیاسي انزوا په څېر ستونزو سره مخ بلل شوې ده.

واشنګټن پوسټ د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې، له اوو میاشتو راهیسې د دې پروژې نوې رغنیزې چارې نه‌دي ترسره شوي او د سړک بشپړه شوې برخه د چین له پولې سره نیم مایل واټن لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179930

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com