په کابل کې د قزاقستان د سفارت شارژدافیر له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې، افغانستان د مرکزي اسیا د امنیت او ثبات لپاره یو له کلیدي عناصرو دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کازیز اکباسوف په دغې مرکه کې ویلي چې، استانه افغانستان ته د یوه ګواښ په توګه نهګوري.
په کابل کې د قزاقستان سفارت شارژدافیر زیاتوي:«افغانستان د مرکزي اسیا د امنیت او ټيکاو له کلیدي عناصرو دی.
پر همدې بنسټ، د افغانستان د وضعیت د ارزونې له مخې، قزاقستان باور لري چې، افغانستان د سیمې د ثبات او امنیت لپاره یو فرصت دی، نه ګواښ.»
دغه قزاقستاني ډیپلوماټ د طالبانو د رسمیت پېژندلو په تړاو هم وایي چې، هېواد یې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ عمل کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته ژمن دی.
د قزاقستان د سفارت شارژدافیر زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د کابل او آستانې ترمنځ اړیکې پراخې شوي او قزاقستان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته هم په کابل کې خپل سفارت نهدی تړلی او خپلو ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته یې دوام ورکړی دی.
اکباسوف دغهراز زیاتوي، قزاقستان لومړنی هېواد و چې، د اسلامي امارت نوم یې له ممنوعه نوملړه وایست چې، د دې کار موخه له افغانستان سره د اړیکو پراختیا وه.
ګازیز اکباسوف وویل:«قزاقستان د سیمې لومړنی هېواد و چې، د طالبانو نوم یې د ممنوعه ډلو له نوملړه لېرې کړ. زموږ موخه دا وه چې، له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتو او پرېنږدو چې، پرې شي. دا اقدام د سیمې نورو هېوادونو ته هم الګو وګرځېد او هغوی هم د طالبانو د تحریک نوم له ممنوعه نوملړه لېرې کړ، د بېلګې په توګه قرغیزستان هم همدا کار وکړ.»
ګازیز اکباسوف څرګندوي چې، هېواد یې په افغانستان کې د بېخبنایي پروژو، کانونو، صنعت او انرژۍ په سکټورنو کې پانګونې ته لېواله دی.
هغه وویل:«موږ د بېخبنایي پروژو، کانونو، صنعت او انرژۍ په سکټورونو کې پانګونې ته لېواله یو او په نږدې راتلونکي کې به موږ په دې برخه کې د عملي ګامونو شاهدان و اوسو.»
جمهورخبري آژانس