نورستان کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

16 دلو 1403 ساعت 8:37

د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې ګران بیه او نيمه ګران بیه ډبرې (بيروج، کونزايټ او مارګنايټ) د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کمېټې په شتون کې د بولۍ له لارې وپلورل شوې.


د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې ګران بیه او نيمه ګران بیه ډبرې (بيروج، کونزايټ او مارګنايټ) د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کمېټې په شتون کې د بولۍ له لارې وپلورل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري.

د بیروج ډبرې د ځانګړي شین او نیلي رنګونو له امله ډېرې ارزښتناکې او ښکلې ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com