د طالبانو ډلې د اسلامي حماس غورځنګ د شهیدانو په مناسبت په خپل تسلیت پیغام کې ویلي چې د حماس غورځنګ د قربانیو له امله، د تیرو وختونو په پرتله په سیاسي او نظامي ډګرونو کې ډیر پیاوړی او باثباته شوی دی.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) په خپل فیسبوک پاڼه کې د حماس مشرانو او فلسطیني جنګیالیو د شهادت په اړه د دې ډلې له خوا د خواخوږۍ پیغام خپور کړ. هغه لیکلي: د طالبانو امارت د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د مشرانو د شهادت په خاطر غمجن دی.
اعلامیه د حماس مشرتابه، د شهیدانو کورنیو، مجاهدینو او د فلسطین خلکو، په شمول د غورځنګ د پوځي څانګې قوماندان، او نورو فلسطیني مشرانو او جنګیالیو ته تسلیت وایم، او له دوی سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
طالبانو ویلي چې د دې مقاومت غورځنګ مشرانو د فلسطین د آزادۍ لپاره د استقامت، زړورتیا او بې ساري ژمنې تلپاتې میراث پریښود، چې د راتلونکو نسلونو لپاره به د صهیونیسټي اشغال په وړاندې د عزت او مقاومت یوه بیلګه وي.
طالبانو زیاته کړه چې دوی یو ځل بیا په خپل دې باور ټینګار کوي چې جهادي مبارزې د شهادت سره نه کمزورې کیږي، بلکې پیاوړې کیږي او د وروستیو اهدافو د ترلاسه کولو لاره لنډوي.
طالبان وايي چې د فلسطین موضوع، په ځانګړې توګه د دغو شهیدانو مشرانو او نورو مجاهدینو له قربانیو وروسته، په نړیواله کچه یو له مهمو مسایلو څخه ګرځیدلی دی، او د حماس غورځنګ، د دغو قربانیو په ورکولو سره، په نړۍ کې سیاسي او پوځي ډګرونه د پخوا په پرتله ښه شوي دي.
جمهورخبري آژانس