هېواد کې د لیتیم او یورانیم کانونو څېړنه کېږي

15 دلو 1403 ساعت 9:28

د طالبانو کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کان څخه لیدنه کړې.


د طالبانو کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کان څخه لیدنه کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د یاد کان د سروې په موخه د انجنیري ټیم ته سپارښتنه کړې، چې د دې کان څېړنه وکړي. د کانونو وزیر د دې ترڅنګ د هلمند خانشین یورانیمو او دېشو ولسوالۍ د بېلابېلو کاني سیمو هم لیدنه کړې او د دغې کان د سروې په اړه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.

دا په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د هېواد د یورانیمو او لیتیمو کانونو په اړه څېړنې کیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179900

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179900/

جمهور
  https://www.jomhornews.com