ستانکزی طالبانو ته!

ملا هیبت الله ته د پیغمبر یا خدای رتبه مه ورکوۍ

14 دلو 1403 ساعت 15:48

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د ډلې له نورو غړو څخه غواړي چې د ډلې غیر حاضر مشر، ملا هبت الله اخوندزاده ته د پیغمبر یا خدای حیثیت ورنه کړي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د ډلې له نورو غړو څخه غواړي چې د ډلې غیر حاضر مشر، ملا هبت الله اخوندزاده ته د پیغمبر یا خدای حیثیت ورنه کړي.

د اجمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي یوه آډیو ټیپ، چې نن (یکشنبه، د د سلواغې ۱۴) په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، وايي، هیبت الله اخوندزاده ته باید د پیغمبر یا خدای رتبه ورنه کړل شي.

د طالبانو دغه مشر هیبت الله اخوندزاده ته خطاب کړی وايي، تر هغه د طالبانو مشر دی، چې د خدای له لارې څخه منحرف نه شي. د اخوندزاده له لوري هر حکم د پلي کېدو نه دی،تر  هغه به زما مشر وي چې د خدای ج په لاره کې وي او زه به یې اطاعت وکړم.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په تاریخ کې د طالبانو د مشر په څیر سلګونه نور هم مړه شوي دي، او موږ باید د هیبت الله اخوندزاده له امله هیواد ویجاړ نه کړو.

د یادونې وړ ده چې عباس ستانکزی د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله د ډلې د غیر حاضر مشرې د نیوکې له امله له هیواده تښتیدلی او اوس په متحده عربي اماراتو کې دی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 179877

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179877/

جمهور
  https://www.jomhornews.com