د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د امریکا لپاره د بګرام هوایي ډګر پر اهمیت له ټينګار سره وایي، د افغانستان دغه سټراټيژیکه اډه اوسمهال د چین په اختیار کې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي ډګر د نړۍ له لویو هوايي اډو یوه بولي او وايي چې، دا اډه له چین سره د نږدېوالي له امله د متحده ایالتونو لپاره مهمه ده.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې ده:«زه له افغانستانه وتم؛ خو غوښتل مې چې، بګرام وساتم. چین اوسمهال بګرام په خپل اختیار کې لري. زما نیت دا و چې، د نړۍ یوه له تر ټولو لویو هوايي اډو چې، هغه يې پرېښوده، وساتم. ما غوښتل ووځم او بګرام مې د افغانستان لپاره نه ساته، هغه مې د چین لپاره ساته؛ ځکه دا له هغه ځایه چې، چین پهکې خپلې اټومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري.»
دا لومړی ځل نهدی چې ډانلډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار کوي.
نوموړي تر دې مخکې هم د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، له افغانستانه د امریکا د وتلو مسئلې ته نغوتې کړې وه او ویلي یې و، که بیا ولسمشر شي، نو بګرام هوايي اډه به بېرته ترلاسه کړي.
جمهورخبري آژانس