۰

د بګرام هوايي اډه د ډونالډ ټرمپ له زړه لا هم نه ده وتې

یکشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د امریکا لپاره د بګرام هوایي ډګر پر اهمیت له ټينګار سره وایي، د افغانستان دغه سټراټيژیکه اډه اوس‌مهال د چین په اختیار کې ده.
د بګرام هوايي اډه د ډونالډ ټرمپ له زړه لا هم نه ده وتې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا د امریکا لپاره د بګرام هوایي ډګر پر اهمیت له ټينګار سره وایي، د افغانستان دغه سټراټيژیکه اډه اوس‌مهال د چین په اختیار کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي ډګر د نړۍ له لویو هوايي اډو یوه بولي او وايي چې، دا اډه له چین سره د نږدېوالي له امله د متحده ایالتونو لپاره مهمه ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې ده:«زه له افغانستانه وتم؛ خو غوښتل مې چې، بګرام وساتم. چین اوس‌مهال بګرام په خپل اختیار کې لري. زما نیت دا و چې، د نړۍ یوه له تر ټولو لویو هوايي اډو چې، هغه يې پرېښوده، وساتم. ما غوښتل ووځم او بګرام مې د افغانستان لپاره نه ساته، هغه مې د چین لپاره ساته؛ ځکه دا له هغه ځایه چې، چین په‌کې خپلې اټومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري.»

دا لومړی ځل نه‌دی چې ډانلډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې پر اهمیت ټینګار کوي.

نوموړي تر دې مخکې هم د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، له افغانستانه د امریکا د وتلو مسئلې ته نغوتې کړې وه او ویلي یې و، که بیا ولسمشر شي، نو بګرام هوايي اډه به بېرته ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي