۰

ننګرهار کې د ۱۵ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې شوې

یکشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۵ چکډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
ننګرهار کې د ۱۵ چکډېمونو جوړولو چارې بشپړې شوې
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۵ چکډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره په یاد ولایت کې به د پاتې ۷ چکډېمونو د رغولو چارې هم په نږدې ورځو کې پیل شي. د دې پروژې له مخې دغه چکډېمونه د باراني اوبو د زېرمه کولو او د ترځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په موخه د اچین، ګوشتې، هسکې مېنې، پچیراګام، کامه، مهمندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دې پروژې په تطبیق سره به نه یوازې د سیمې د اوبو ستونزه هواره شي بلکې د سلګونو اوسېدونکو لپاره به د کار فرصتونه هم برابر شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي