۰

هرات؛ د رنګ جوړولو کار خونه په ورځني ډول ۵۰ ټنه تولید لري

یکشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۸
هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په صنعتي ښارکوټي کې د رنګ جوړولو یوه کارخونه په ورځني ډول ۵۰ ټنه رنګ توليدوي.
هرات؛ د رنګ جوړولو کار خونه په ورځني ډول ۵۰ ټنه تولید لري
هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په صنعتي ښارکوټي کې د رنګ جوړولو یوه کارخونه په ورځني ډول ۵۰ ټنه رنګ توليدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغې کارخونې مسوولین وایي، چې دوی د کورني بازار اړتیاوې په ښه کیفیت سره پوره کوي. د مسوولینو په خبره په یاده کارخونه کې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې ۷۰ ډوله بېلابيل رنګونه توليدوي، چې محصولات یې د هېواد نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.

د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې اوس مهال په دغه ولایت کې د رنګ جوړونې په برخه کې پنځه کارخونې فعالیت لري او دغه ولایت د رنګ د تولېد په برخه کې په بشپړ ډول ځان بسیاینې ته رسیدلی دی.

د یادولو وړ ده، چې په ټول هېواد کې بیا د رنګ د تولېد په برخه کې ۶۰ کارخونې شتون لري او د رنګ په برخه کې تر ډېره بریده کورنۍ اړتیا پوره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي