هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو خبرې شوې

14 دلو 1403 ساعت 8:26

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په هېواد کې د جلغوزي سکتور له سوداګرو سره کتلي دي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په هېواد کې د جلغوزي سکتور له سوداګرو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، په دې کتنه کې د جلغوزي سوداګرو ستونزې شریکې شوې او د جلغوزي د پروسس فابریکو پر جوړولو ټینګار شوی دی.

دغه راز د جلغوزي پر صادراتو، د دغه سکتور پر ملاتړ او په هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو بحث شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د جلغوزي سکتور د سوداګرو د خبرو په اورېدو سره؛ له هغوی څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه سکتور د سوداګرو ترمنځ ناسالم رقابت به ډېر ژر پای ته ورسېږي او ټول سوداګر به په واحده اتحادیه کې سره راټول شي.

د یادولو وړ ده چې دا مهال د افغانستان جلغوزي، چین، هند او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179860

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179860/

جمهور
  https://www.jomhornews.com