۰

هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو خبرې شوې

یکشنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په هېواد کې د جلغوزي سکتور له سوداګرو سره کتلي دي.
هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو خبرې شوې
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په هېواد کې د جلغوزي سکتور له سوداګرو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، په دې کتنه کې د جلغوزي سوداګرو ستونزې شریکې شوې او د جلغوزي د پروسس فابریکو پر جوړولو ټینګار شوی دی.

دغه راز د جلغوزي پر صادراتو، د دغه سکتور پر ملاتړ او په هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو بحث شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د جلغوزي سکتور د سوداګرو د خبرو په اورېدو سره؛ له هغوی څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه سکتور د سوداګرو ترمنځ ناسالم رقابت به ډېر ژر پای ته ورسېږي او ټول سوداګر به په واحده اتحادیه کې سره راټول شي.

د یادولو وړ ده چې دا مهال د افغانستان جلغوزي، چین، هند او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي