د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزی وايي، د موټرونو د ګڼې ګوڼې کمولو په موخه په کابل کې د وسایطو د تګ راتګ لپاره درې ستر پلونه جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بارکزي په خبره، د موټرو دغه هوايي پلونه د کابل ښار په درېیو له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې پلان شوي چې راتلونکې میاشت به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.
بارکزی وايي یو پل د نجات منار په ساحه کې د انټرچېنج په بڼه جوړېږي، بل پل د برکي په څلور لارې کې او درېیم هم د کابل ولایت ته مخامخ د جوی شیر په لوري د پراختیايي سړک سره جوړېږي، چې د ډیزاین چارې يې بشپړې شوي او راتلونکې میاشت کې به یې عملي کارونه پیل شي.
جمهورخبري آژانس