د لغمان ولایت ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه سړک د ۱۷ کیلو متره په اوږدوالي د ۴میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي د سړک د بیا رغونې د پروژې له پیل څخه خوښ دي او له سیمه ییز مسوولینو د ورته نورو رغنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
جمهورخبري آژانس