په بلخ، سرپل او جوزجان کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

11 دلو 1403 ساعت 8:21

د بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ځايي سرچینې وايي چې له دغو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.


د بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ځايي سرچینې وايي چې له دغو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، له یادو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا چهارشنبه د سلواغې پر ۱۰مه پرې شوې ده. د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې وارداتي برېښنا د ترکمنستان په پوله کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده.

له دې وړاندې په فاریاب کې هم د برېښنا شرکت ویلي و چې له دغه ولایت سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د هغو سیمو ډېری اوسېدونکي چې برېښنا یې پرې شوې ویلي، سړې هوا او د برق نشتوالي له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179807

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179807/

جمهور
  https://www.jomhornews.com