۰

په بلخ، سرپل او جوزجان کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۱
د بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ځايي سرچینې وايي چې له دغو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
په بلخ، سرپل او جوزجان کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې
د بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ځايي سرچینې وايي چې له دغو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، له یادو ولایتونو سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا چهارشنبه د سلواغې پر ۱۰مه پرې شوې ده. د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې وارداتي برېښنا د ترکمنستان په پوله کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده.

له دې وړاندې په فاریاب کې هم د برېښنا شرکت ویلي و چې له دغه ولایت سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د هغو سیمو ډېری اوسېدونکي چې برېښنا یې پرې شوې ویلي، سړې هوا او د برق نشتوالي له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي