مالیې وزارت؛ د افغانۍ د ارزښت ټیټیدو لامل کورني او بهرني تبلیغات یاد کړي

11 دلو 1403 ساعت 8:20

د مالیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت هر اړخیزه ارزونه یې کړې او دمګړۍ د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي دی.


د مالیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت هر اړخیزه ارزونه یې کړې او دمګړۍ د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ارزونې په دې ناسته کې یې د ملي سوداګرۍ، بهرنیو بشري مرستو، د افغانۍ پر ارزښت او پر اقتصاد د بهرنیو سیاسي بدلونونو او رسنیو د تبلیغاتو په اړه بحثونه کړي دي.

د مالیې وزارت ویلي، چې د اوسني اقتصادي وضعیت له هر اړخیزې ارزونې وروسته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د سوداګرۍ بهیر له کومې ستونزي پرته په ښه حالت کې دی، بانکي سکټور باثباته دی، عواید په شفاف ډول راټولیږي او د دې ډلې لګښتونه په عادي ډول له ستونزې پرته پوره کیږي.

د مالیې وزارت د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټیټیدو لامل کورني او بهرني تبلیغات یاد کړي او وايي، دمګړی د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي دی.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com