۰

ملا هبت الله: د لویدیځ او ختیځ له ګواښونو نه ډاریږو

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۵
د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې د یوې جهادي مدرسې د فراغت مراسمو ته په خپله وینا کې ویلي چې اسلامي امارت د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو له ګواښونو وېره نه لري.
ملا هبت الله: د لویدیځ او ختیځ له ګواښونو  نه ډاریږو
د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې د  یوې جهادي مدرسې د فراغت  مراسمو ته په خپله وینا کې ویلي چې اسلامي امارت د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو له ګواښونو وېره نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی زیاته کړې لوېدیځوال چې هېواد ته راغلي وو، په خپله خوښه نه، بلکې په زور له دې ځایه وایستل شول.  
 
هبت الله اخندزاده ویلي، که شرق او غرب زموږ په مقابل کې دریږي، موږ ته ضرر نشي رسولی. دا مو عقیده ده. پر دغې ولاړ یو، که شرقیان دي او که غربیان دي، دوی هیڅ هم نه دي، اوس به موږ د دوی پر اخبارو ډاریږو. د خدای پر وعدو مو عقیده نشته پر دوی مو عقیده ده؟ موږ به له دوی متاثره کیږو؟ توبه!

ملا هبت الله دغه راز ویلي چې اوسنی نظام د افغانانو د مبارزې په پایله کې ترلاسه شوی او باید ساتنه یې وشي.
 
دی وايي، دا نظام چې نن راغلی دی، دا د چا په سوال نه دی راغلی، دا هیچا موږ ته په میراث نه دی راکړی. دا هیچا موږ ته په انډیوالۍ کې نه دی راکړی. پر دې مو وینې تویې شوي. دا پر جهاد فی سبیل الله راغلی دی.

د طالبانو مشر د دې مدرسې فارغانو ته ویلي چې د اسلامي ارزښتونو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.  

جمهورخبري آژآنس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي