تهران کې د طالبانو د سفیر منل کېدو ته د بهرنیو چارو وزارت خوشبیني

10 دلو 1403 ساعت 11:22

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې په هکله جزییات ورکړي او ویلي یې دي، هیله‌من دی چې، تهران د اسلامي امارت سفیر ومني.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې په هکله جزییات ورکړي او ویلي یې دي، هیله‌من دی چې، تهران د اسلامي امارت سفیر ومني.

د جمهور آژانس متقي همدارنګه ویلي چې، په کابل کې یې، له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره په بېلابېلو برخو کې خبرې اترې کړې دي.

نوموړي ویلي«پر دې هم بحث وشو چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکه کچه څه لوړه شي او د اسلامي امارت له لوري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفیر معرفي شي او هلته ومنل شي؛ پر دې موضوع بحث وشو او هغوی دغه موضوع‌ له خپلو مشرانو سره شریکوي.»

بل خوا، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دی.

نوموړي ټینګار یې کړی، رسمیت پېژندنه یو داسې بهیر دی چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري.  
  
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست وايي، رسمیت پېژندنه یو داسې بهیر دی چې، د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ځانګړې ځانګړتیاوې لري.

جمهورخبري آژانس



 


د مطلب کود: 179788

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179788/

جمهور
  https://www.jomhornews.com