۰

ننګرهار؛ ډاکټرانو له ښوونکو څخه د فیس نه اخیستلو پرېکړه کړې

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۸
د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ډاکټرانو پرېکړه کړې، هغه ښوونکي چې د هویت کارت ولري، په شخصي کلینیکونو کې به ترې فیس نه اخیستل کېږي.
ننګرهار؛ ډاکټرانو له ښوونکو څخه د فیس نه اخیستلو پرېکړه کړې
د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ډاکټرانو پرېکړه کړې، هغه ښوونکي چې د هویت کارت ولري، په شخصي کلینیکونو کې به ترې فیس نه اخیستل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې اړه د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولینو او د ډاکټرانو اتحادیې ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوی له مخې یې هغه ښوونکي چې د هویت کارت ولري، په شخصي کلینیکونو کې به ورڅخه فیس نه اخیستل کېږي.

د ننګرهار ولایت ځایي مسوولین وایي دا یو نېک اقدام دی او هیله لري، چې دغه لړۍ به لا پراخه شي. د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د ډاکټرانو له لوري ورته پرېکړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي