د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د افغانستان څانګې مشرې هسیئو وي لي له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې په روان ژمي کې به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې چې اوس مهال ډېری افغانان یوازې په وچه ډوډۍ او چای ژوند کوي. هغې ټینګار کړی چې له افغانستان سره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت د اندېښنې وړ دی.
نوموړې ویلي چې د خوړو د ناامنۍ په برخه کې له محدودو پرمختګونو سره سره د افغانستان درېیمه برخه نفوس، چې شاوخوا ۱۵ میلیونه کېږي، د لوږې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان صادر کړ ، چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډېدې او افغانستان هم د دغه فرمان برخه دی.
جمهورخبري آژانس