د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار ولایت کې د شوراندم سمنټو فابریکې د کاري پروسې څخه لیدنه وکړه.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۰مه) په یوه بیان کې وویل چې د ډلې د اقتصادي مرستیال په فابریکه کې د ترسره شوي کار څخه رضایت څرګند کړ او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې اړه د کار کیفیت او په یو ټاکلي وخت کې د هغې بشپړیدل مهم دي.
طالبانو ویلي چې د فابریکې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې، چې اوس مهال د هغې د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او شاوخوا ۸ ملیارده افغانۍ لګښت به ولري.
په لومړي پړاو کې به دا فابریکه د ورځني تولید ظرفیت ۱۵۰۰ ټنه ولري، او په راتلونکي کې به یې تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسیږي.
د دې فابریکې په جوړولو سره به د سمنټو واردات د پام وړ کم شي او شاوخوا ۵۰۰۰ کسان به په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار وګمارل شي.
جمهورخبري آژانس