د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې په غور ولایت کې یې نږدې ۹۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه بیرته ترلاسه کړې ده.
د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د عدلیې وزارت نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۰مه) اعلان وکړ چې په غور ولایت کې د دې ډلې لخوا د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د تخنیکي کمېټې په غونډه کې د ۸۹۴۰ جریبه دولتي ځمکې قضیه وڅیړل شوه.
طالبانو وویل چې دا ځمکې بیرته ورکړل شوې او پریکړه وشوه چې د دوی جزئیات به د ځمکې په بانک کې ثبت شي.
جمهورخبري آژانس