د خوست ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د یوې کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د خوست ولایت لپاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۰مه) وویل چې تېره شپه د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ په بوخاني سیمه کې د یوې کورنۍ نامعلومو وسله والو د طالبانو ۱۰ غړي په ډزو ووژل.
هغه وويل چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالبانو زیاته کړې چې د دوی ډلې جنګیالیو د پیښې په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي او عاملین به یې ډیر ژر ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې له دریو کلونو څخه زیات وخت راهیسې، طالبانو تل د امنیت د تامینولو خبره کړې، خو په مختلفو ښارونو کې ملکي وګړي په ډله ییزه توګه په ډزو وژل کیږي.
جمهورخبري آژانس