د تهران والي: ټول غیرقانوني افغانان به ونیول شي

7 دلو 1403 ساعت 8:10

د ایران د تهران والي محمد صادق معتمدیان خبرداری ورکړی چې، په ایران کې به هغه افغان کډوال ونیول شي او له دغه هېواده و ایستل شي، چې، د اوسېدو قانوني اسناد نه‌ لري.


د ایران د تهران والي محمد صادق معتمدیان خبرداری ورکړی چې، په ایران کې به هغه افغان کډوال ونیول شي او له دغه هېواده و ایستل شي، چې، د اوسېدو قانوني اسناد نه‌ لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد صادق معتمدیان وايي، د دغو کسانو په تړاو قانوني اقدامات په تهران ولایت کې د قانون پر بنسټ د فراجا ځواکونو له خوا تعقیبېږي. د قانوني بهیر له مخې، دا کسان د افغانستان له ګډو پولو خپل هېواد ته اړول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې بل ګاونډي هېواد هم د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پیل کړې، چې یوازې په تېره میاشت کې یې له ۸۰۰ زیات افغان کډوال را شړلي دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 179719

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179719/

جمهور
  https://www.jomhornews.com