د ایران د تهران والي محمد صادق معتمدیان خبرداری ورکړی چې، په ایران کې به هغه افغان کډوال ونیول شي او له دغه هېواده و ایستل شي، چې، د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد صادق معتمدیان وايي، د دغو کسانو په تړاو قانوني اقدامات په تهران ولایت کې د قانون پر بنسټ د فراجا ځواکونو له خوا تعقیبېږي. د قانوني بهیر له مخې، دا کسان د افغانستان له ګډو پولو خپل هېواد ته اړول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې بل ګاونډي هېواد هم د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پیل کړې، چې یوازې په تېره میاشت کې یې له ۸۰۰ زیات افغان کډوال را شړلي دي.
جمهورخبري آژانس