په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له بندخونو څه باندې ۸۸۰ افغانان ازاد شوي

7 دلو 1403 ساعت 8:06

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له بندخونو د څه باندې ۸۸۰ افغان کډوالو له ازادېدو خبر ورکړی دی.


د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له بندخونو د څه باندې ۸۸۰ افغان کډوالو له ازادېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې، په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیولو کچې له لوړېدو سره سم، دغه افغانان هم په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله نیول شوي وو چې، د هغوی ځينې له ازادېدو وروسته هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

نوموړي ویلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هلو ځلو او هلته د ځينو اداراتو په همکارۍ کابو ۸۸۲ افغانان له بندخونو ازاد شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي چې، له هغې ډلې ځينې یې بېرته خپل هېواد ته هم راستنېږي.

تر ټولو ډېر افغان کډوال په پاکستان او ایران کې اوسېږي؛ خو په وروستیو میاشتو کې په دغو هېوادونو کې له کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ایستل زیات شوي.

د دې سربېرته چې، په ګاونډیو هېوادونو کې، د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټينګار شوی دی؛ خو دغه ستونزې لاهم پر خپل ځای دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179718

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179718/

جمهور
  https://www.jomhornews.com