د سوداګرۍ وزارت: له روسیې سره د میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې

7 دلو 1403 ساعت 8:01

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې افغانستان او روسیې د ۱۷۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو ۸ میاشتو کې افغانستان او روسیې د ۱۷۴ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکي وايي، له افغانستانه روسیې ته یوازې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي، چې مميز، قیمتي ډبرې، انځر او پياز په کې شامل دي.

دغه راز غنم، طبيعي ګاز او بېلابېل ډوله تېل بیا د افغانستان له مهمو وارداتي توکو څخه دي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو سرپرست تیره ورځ په کابل کې د روسيې له سفير ديميتري ژيرنوف او د دغه هېواد د اقتصادي او سوداګريزو چارو سلاکار نيکولاى سازنوف په مشرۍ له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال په روسیه کې د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره د مناسب بازار د رامنځته‌کېدو غوښتنه هم کړې وه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې د روسیې فدراسیون سفیر وویل، چې په افغانستان کې به روسي پانګوال پانګونې ته وهڅوي او د افغان سوداګرو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 179717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com