د ټرمپ د فرمان له امله د زرګونو افغان کډوالو پروازونه ځنډېدلي

7 دلو 1403 ساعت 7:59

د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ادارې مسوولین وایي چې په بهرنیو مرستو باندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د بندیز له کبله د څه باندې ۴۰ زرو هغو افغانانو پروازونه ځنډول شوي، چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام ته منل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوه امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي او د افغان تخلیې په نامه د افغان کډوالو د میشت کیدو ائتلاف مشر، شان وانډایور رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ډیری د SIV ویزو پروګرامونو لپاره منل شوي افغانان دننه په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې دي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان له مخې په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرامونه ځنډول شوي. په فرمان کې په ځانګړې توګه د ځانګړو ویزو پروګرام یادونه نده شوې.

تر دې وړاندې وانډایر له رسنیو سره په مرکې کې هیله څرګنده کړې وه چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو په ورتګ باندې د لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي چې په امریکا کې د میشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.

جمهورخبري آژآنس
 
د مطلب کود: 179716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com